Quantcast
Channel: زندانیان –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 4

امریکا د طالب او دولتي بندیانو ژر تر ژره خوشې کیدل غوښتي

$
0
0

زلمي خلیلزاد د طالب او دولتي ځواکونو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او دا ګام یې سولې ته د رسېدو په برخه کې اړین ښودلی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالب او دولتي ځواکونو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

هغه د ټویټر له لارې د دولت او طالبانو لخوا د زندانیانو د آزادۍ لړۍ ستایلې او څرګندوي، چې دا چاره کولی شي تاوتریخوالي راکم او د سولې بهیر چټک کړي.

خلیلزاد له دواړو لوریو غواړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې دې موخې ته د رسېدو لپاره دواړه لوري خپلې هڅې چټکې کړي.

د زلمي خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ په زندانونو کې د کرونا ویروس خپرېدل کولی شي، زندانون وګواښي او باید د بندیانو د خوشې کولو لړۍ نوره هم ګړندۍ شي.

دولتي سرچینیو ويلي؛ تراوسه نه پوهیږي، چې طالبانو څوک خوشې کړي دي.

لدې سره همهاله، د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود ويلي؛ نه پوهیږي، چې طالبانو څوک خوشې کړي؛ خو په ډاګه کوي، چې د طالب زندانیانو د آزادۍ لړۍ به تر ۱۵۰۰ کسانو روانه وي.

د افغانستان حکومت پېنځه ورځې مخکې د طالب بندیانو د خوشې کولو لرۍ پيل کړې او طالبانو هم تېره ورځ شل دولتي بندیان خوشې کړل.

د سره صلیب نړیوالې ټولنې هم منلې، چې د طالبانو لخوا خوشې شوي بندیان یې په کندهار کې دولت ته سپارلي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویلي؛ تراوسه یې ۳۶۱ طالب بندیان له بګرام زندانه خوشې کړي او دغه لړۍ به د ولسمشرۍ د فرمان له مخې د ۱۵۰۰ طالب بندیانو تر خوشې کېدو روانه وي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوی څارنوال مولانا جلال الدین شینواری ویلي؛ طالبانو هم تېره ورځ اعلام وکړ، چې شل دولتي بندیان یې د ښه نیت ښودلو په موخه خوشې کړي؛ خو دا یې ندي ویلي، چې د بندیانو د آزادۍ لړۍ به روانه ساتي او که نه.

طالبانو هغه مهال، چې د دولت لخوا د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ پیل شوه اعلام وکړ، چې دغه بندیان د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې سره برابر ندي خوشې شوي. طالبانو څو ورځې مخکې خپل هغه درې کسیز پلاوی هم بېرته وروغوښت، چې په کابل کې یې د دولت د زندانونو له مسوولینو سره د خپلو بندیانو د خوشې کېدو پر څرنګوالي خبرې کولې او بیا یې په ډاګه کړه، چې دغه پلاوي د بندیانو د ازادۍ لړۍ پرېښې؛ خو دا، چې اوس یې شل دولتي بندیان خوشې کړي دا یې نده روښانه کړې، چې پدې کار سره بېرته د بندیانو د خلاصون له لړۍ سره یو ځای شوي او که نه؟

The post امریکا د طالب او دولتي بندیانو ژر تر ژره خوشې کیدل غوښتي first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 4